امریکا او جنوبي کوریا ګډ سمندري تمرینات پیل کړل

متحده ایالاتو او جنوبي کوریا نن دوشنبه ګډ سمندري تمرینات پیل کړل.

دا تمرینات د کوریا د ټاپو وزمې سواحلو ته نېږدې کېږي او جنګي جټ الوتکې، پوځي هیلیکوپټر او ۴۰ د USS رونالډریګن په نوم الوتکې وړونکې کيښتۍ برخه پکې لري.

د امریکا د سمندري ځواکونو چارواکو نن دوشنبه وویل چې دا ۵ ورځني پوځي تمرینات د کوریا د ټاپو وزمې په لوېدیځ کې په جاپان او ژېړ سمندرګي کې ترسره کېږي.