مصري چارواکي وايي چې د اسلامي دولت ډلې مشکوکو جنګیالیو د سینا په شمالي سیمو کې پر شپږو پوستو حملې کړي او شپږ سرتېري یې وژلي دي.
د دوی په خبره پرون په دې حملو کې ۳۷ نور سرتېري ټپيان شوي هم دي.
امنیتي مقاماتو او د روغتیا څانګې مسؤلینو ویلي چې لسګونه وسلهوالو حمله کوونکو له درنو وسلو او هاوانانو کار اخیستی او د شیخ زوید ښارګوټي په شااوخوا سیمو کې یې پوستې په نښه کړې دي.
یوه مصري چارواکي د نوم د نهاخیستلو په شرط ویلي چې د وسلهوالو حمله کوونکو د ځپلو لپاره په وسلو سمبال اپاچي هليکوپټرو عملیاتو ته امر شوی و.
د مصر پوځ په یوه بیان کې ویلي چې ۲۴ وسلهوال حمله کوونکي وژل شوي دي.
تر دې مخکې د ورته حملو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.