د کندهار امنیتي چارواکو د معروف ولسوالۍ د سقوط آوازې رد کړې

د کندهار امنیتي چارواکو د معروف ولسوالۍ د سقوط آوازې رد کړې او وايي چې د وسله‌والو په حمله کې یوازې څلور پولیس وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ یوه مسؤل غورځنګ افریدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې تائید کړه چې د یکشنبې په شپه په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې څلور پولیس وژل شوي، خو جګړه پای ته رسېدلې او معروف ولسوالۍ د افغان پوځیانو په لاس کې ده.

تر دې مخکې د کندهار په ولایتي شورا کې د معروف ولسوالۍ د خلکو استازي جانان ګلزي ازادي راډیو ته ویلي و چې د معروف ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په حمله کې سقوط شوې ده.

د ګلزي په خبره وسله‌والو پنځه پولیس وژلي او ۱۵ نور يې له ځان سره بیولي.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې په معروف ولسوالۍ کې یې ۱۲ افغان سرتېري وژلي او ۱۸ تنه نور یې نیولي دي.