د امريکا متحده ايالاتو چارواکو له عراقي او کُرد ځواکونو غوښتنه وکړه چې د يو بل په وړاندې له نورو پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.
تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې د عراق دولتي ځواکونو په تېلو غني ښار کرکوک ته نږدې له کُرد جنګياليو سره د توپونو ډزې تبادله کړې دي.
دا شخړه وروسته له هغې شوې چې عراقي ځواکونه د سترو عملياتو په لړ کې د کُردانو د سنګرونو په وړاندې مخکې لاړل.
د امريکا دفاع وزارت پرون ناوخته وويل په سيمه کې ټول اړخونه بايد د داعش سخت دريځې ډلې له درکه پر پېښ ګډ خطر تمرکز وکړي او د عراق د خلکو ترمنځ دې د کړکېچ له زياتولو ډډه وشي.
دغه وزارت ويلي چې د يوه واحد عراق ملاتړ ته ادامه ورکوي، دغهراز د عراق د فډرال حکومت او د عراق په شمال کې د کُردانو د کورواکې سيمې د رهبرانو ترمنځ د شخړو د مخنيوي لپاره خبرې اترې بهترينه لار ده.
امريکا دا څرګندونې د فرانسې خبري اژانس تر يوه نا تائيد شوي راپور وروسته کوي چې پهکې ويل شوي، عراق او کُرد ځواکونو د کرکوک په جنوب کې چې پر مالکيتيې بغداد او کُرد رهبران دعوه لري، د يو بل په وړاندې د توپونو ډزې تبادله کړې دي.
د امريکا د دغو دوو متحدانو ترمنځ د ممکنه شخړو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې درې اوونۍ مخکې د کُردانو مشرانو په خپله کورواکې سيمه او شااوخوا ساحو کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه وکړه.
عراق پر دغې ټولپوښتنې سخت انتقاد کړى او غير قانوني يې بللې ده.