د لوګر امنيتي چارواکي وايي، د پوليسو ټرافيکو ٦٢ شخصي موټرونه په دې خاطر درولي چې اسناد يې نهوو بايومټريک شوي.
امنيتي مقامات وايي، له هغو موټرو چې اسناد نهلري، يا تر وخت تېر وي، يا نهوي بايومټريک شوي، په ځينو حملو کې هم استفاده کېږي.
د لوګر امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمتالله عليزي پرون رسنيو ته وويل، د موټرو د اسنادو د بايومتريک کولو بهير پيل شوى چې اوله پروسه بهيې يوه مياشت دوام کوي.
د لوګر امنيه قوماندان وايي، موټرو ته د کمپيوټري اسنادو په ورکړې سره به په دغه ولايت کې د جرمونو مخنيوى اسان شي.