په کلفورنيا کې د اورلګېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ٤٠ ته ورسېد او په سلګونو کسان لا هم ورک دي.
دا د دغه ايالت په تاريخ کې د اولګېدنې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.
مقاماتو ويلي چې ٣٠٠ کسان لادرکه دي، خو دوى هيله ښوولې چې له دې جملې به ځينې کسان ومومي.
ويل شوي چې د اور لګېدو له کبله څه باندې يولک کسان نورو سيمو ته کډه شوي دي.
سټېسي مټسن (Stacey Mattson) چې د اورلګېدنې له ساحې ايستل شوې وايي کور او پلورنځى يې د اورلګېدنې ساحې ته نږدې دي؛ هغې د چين نړيوالې ټلويزيوني شبکې ته وويل:
"دا به ډېره دردوونکې وي که زما پلورنځى يا هم کور د اور خوراک شي، موږ په خپل پلورنځي کې کارکوونکي لرو؛ دا د خلکو د راټولېدو ځاى دى."
د کلفورنيا د ځنګلونو د ساتنې او اوروژنې ادارې پرون وويل، د اوروژنې شا و خوا ١٠زره کارکوونکي هڅه کوي په ځنګلونو کې هغه اور مړ کړي، چې له يوې اوونۍ راهيسې بل دى.
د کاليفورنيا په شمال کې دغه اور زياتې ساحې زيانمنې کړي او په زرګونو کورونه يې له منځه وړي دي.
چارواکي وايي د اوروژنې ماموران په ١٦ ساحو د بل شوي پراخ اور د وژنې هڅه کوي.