په کابل کې د بوکسنګ ملي لوبډلې ته ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د کیک بوکسنګ ملي لوبډلې د ټاکلو په هدف سیالۍ پېل شوې.

د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ درې ورځې دوام کوي او په پای کې ۳۰ تنه لوبغاړي د کیک بوکسنګ ملي لوبډلې لپاره ټاکل کېږي.

دغه سیالۍ د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په جمنازیوم کې ترسره کېږی او د کابل د کیک بوکسنګ له ۶۰ کلپونو څخه ۱۳۰ لوبغاړي په کې ګډون لري.