د کندز ولايت په ګلتپې ولسوالۍ کې له درېيو ورځو راهيسې په پوځي عملياتو کې ځينې کلي له وسله والو مخالفینو تصفيه شوي دي.
د شلمې فرقې درستيزوال بريد جنرال سيد قربان موسوي ازادي راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده:
"دولتي ځواکونو په ګلتپې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي او تر اوسه پورې د دښمن زیات شمېر سنګرونه دولتي ځواکونو نیولي او په دې عملیات کې دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده؛ زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي."
له ګلتپې ولسوالۍ د وروستيو جګړو او ناامنيو له کبله په لسګونو کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوي دي.
په سيمه کې د ازادي راډيو خبريال د ځينو سرچينو په حواله وايي، د دې ولسوالۍ پر ځينو برخو لا هم د دلت وسله وال مخالفین کنټرول لري.