د افغانستان اجرائيه رئيس، ځيني وزيران او معينان د لغمان د رغونې په هدف په جوړ شوي جشن کې د ګډون لپاره دغه ولايت ته ورغلي دي.
د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي، له عبدالله عبدالله سره د افغان حکومت ځيني لوړ رتبه چارواکي او د ولسي جرګې استازي هم ملګري دي.
په لغمان ولايت کې په وروستيو کې د بيارغونې د ځينو پروژو د بشپړېدو خبرونه ورکول شوي دي.