د بغلان ولايت پوليس وايي، دوه کسان د ٩ کېلو ګرامه تارياکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيحالله شجاع ازادي راډيو ته وويل چې دغه اندازه تارياک تېره شپه له يوه کرولا ډوله موټر څخه د تالاشۍ پر مهال ترلاسه شوي دي.
ده وويل، دغه تارياک له بدخشان ولايت څخه بار شوي وو او په پام کې وه، کابل ته قاچاق شي.