د غور ولايت پوليس وايي، په دغه ولايت کې يوه سړي خپله ښځه په ډزو وژلې ده.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه د مرکز فېروزکوه په شمال کې شوې ده.
ښاغلي نظامي د پېښې علت کورنى تاوتريخوالى وباله او ويېويل دغه کس تر پېښې وروسته له وسلهوالو طالبانو سره ملګرى شوى دى.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ويلي.