د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، ډېر ژر به د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ایران او پاکستان ترمنځ د ټرانسپورټ په برخه کې دوه اړخېز تفاهم لیک لاسلیک شي.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانچ نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تفاهم لیک متن چمتو شوی او د سیمې د هېوادونو له تایید وروسته لاس لیک کېږي.
ښاغلي قوانچ وویل:
"د دغه هوکړه لیک له مخې، زموږ افغاني وسایط په مستقیم ډول د سیمې هېوادونو ته ځي چې له دې لارې بیا هغو هېوادونو ته چې مواد ورته صادرېږي، ټرانزیټ پیلېږي. "
ښاغلی قوانچ وایي چې دغه تفاهم لیک به د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي اړیکې پراخې کړي.