د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل د واکمن ائتلاف محافظهکارو غړو د کورنیو چارو د وزیر توماس دي مایزېري هغه څرګندونې ژر رد کړې چې ویلي یې وو، لېوال دی چې د هېواد په ځینو برخو کې د مسلمانانو د رخصتیو د اعلان پر احتمال خبرې وکړي.
مایزېري پرون شنبه په کوز ساکسوني ایالت کې د انتخاباتي غونډې پر مهال وویل:
"چېري چې د مسلمانانو شمېر زیات دی، ولې د مسلمانانو پر رخصتیو غور ونهکړو؟"
خو د مېرمن مېرکل په ائتلافي حکومت کې شامل د بایرن ایالت «سي. اېس. یو» ګوند فوراً دا وړاندیز رد کړ.