په کالیفورنیا کې د لګېدلي اور د قربانیانو شمېر ۳۸ تنو ته رسېدلی

د امریکا په کالیفورنیا کې د لګېدلي اور د قربانیانو شمېر ۳۸ تنو ته ورسېد.

دا د تلفاتو د شمېر له نظره، د کالیفورنیا ایالت په تاریخ کې تر ټولو ناوړه اور بلل شوی دی.

حاضردمه د اطفائیې ۱۰ زره کارکوونکي د اور وژلو هڅه کوي.

په کالیفورنیا کې د ځنګلونو د ساتنې او د اور وژلو ادارې پرون شنبه وویل، د اطفائیې مأمورین همدا اوس د دغه ایالت د شمال په ۱۶ ځایونو کې د اور د سترو لمبو پر وژلو بوخت دي.

د دې ادارې په وینا، تر اوسه پورې په کالیفورنیا کې تر ۵ زره ۷۰۰ زیاتې ودانۍ او سوداګريز مرکزونه سوځېدلي دي.

چارواکي وايي چې شااوخوا ۳ سوه تنه بې‌درکه دي.