د بشري حقونو د محکمې د پرېکړو د عملي کولو په بدل کې د دوما شرط!

د روسیې د فدراسیون د استازو جرګې یا دوما ویلي چې که روسيه د اروپا د بشري حقونو د محکمې د قاضیانو په ټاکلو کې ونډه ونه‌لري، د دې محکمې د پرېکړو عملي کولو ته ځان اړ نه‌ګڼي.

د روسیې د استازو د جرګې مشر ویاچیسلاو ولودین"Vyacheslav Volodin" پرون شنبه په سن پټرزبورګ کې دا څرګندونې کړې دي.

د اروپا د بشري حقونو د محکمې قاضیان د اروپايي شورا د پارلماني اسامبلۍ د مرستیالانو له لوري ټاکل کېږي.

په دې اسامبله کې د روسیې پلاوي په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې مسکو په غیر قانوني ډول د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه، د رأی ورکولو حق له لاسه ورکړ.

په غبرګون کې یې روسیه د اروپايي شورا د پارلماني اسامبلۍ له ټولو فعالیتونو ووتله.

د روسيې حکومت د جون په میاشت کې د اروپا شورا ته ټولې مالي مرستې بندې کړې.

د روسیې د سنا مشرې والنتینا ماتوینکو هم روانه اونۍ وویل چې د مسکو له مشورې پرته ټاکل شوي قاضیان بشپړ مشروعیت نه‌لري.