د اوکراین په کریمیا ټاپو وزمه کې لسګونه مظاهره‌چیان نیول شوي

د اوکراین په کریمیا ټاپو وزمه کې چې د روسیې تر اشغال لاندې ده، لسګونه هغه کسان چې د تاتارانو د دفاع لپاره‌یې مظاهره کړې وه، نیول شوي دي.

د ایمل کوربیدینوف په نوم یوه وکیل پرون شنبه وویل، له هغو سلو کسانو چې په کریمیا کې یې انفرادي اعتراض پیل کړی و، لږ تر لږه ۳۴ تنه نیول شوي دي.

د هغه په وینا، انفرادي اعتراضي مظاهرې له چارواکو د اجازې اخیستلو اړتیا نه‌لري.

د روسیې یوې وېب‌پاڼې، میدوزا په کریمیا کې د روسي چارواکو په حواله ویلي چې ۴۹ تنه نیول شوي.

د روسیې پولیسو ویلي چې نیول شوي کسان له خبرداري وروسته، خوشې شوي دي.

اعتراض کوونکو د "توقیفونه، تالاشۍ او د مسلمانانو لوټ-تالان بس کړئ" شعارونه لېږدول.