HRW: د افغانو نجونو د تعلیم په اړه شوې ژمنې نیمګړې پاتې شوي

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، هغه ژمنه چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د افغانو نجونو د تعلیم په اړه شوې وه، نیمګړې پاتې شوې ده.

د هیومن رایټس واچ په یوه خبرپانه کې ویل شوي چې د سې شنبې په ورځ به د افغانو نجونو لپاره د تعلیمي امکاناتو او وضعیت په اړه خپل نوی راپور خپور کړي.

دا راپور د "که ډاکتره نه‌شم، ته به ناروغ شې" تر عنوان لاندې خپرېږي چې په کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار کې له لږ تر لږه ۲۵۰ کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، په دې راپور کې يې تر ډېره حده د هغو نجونو خبرې ځای کړي چې ښوونځي ته د تګ امکانات یا اجازه نه‌لري.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کمزورې او په ځیني سیمو کې د له‌منځه تلو په حال کې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او حکومت د ګډو هڅو په پایله کې نهه میلیونه او دوه لکه زده‌کوونکي په ښوونځیو کې درس وايي چې ۳۹ فیصده‌یې نجونې دي.