ولایتي شورا: کندز کې وسله وال خپلو لیکو ته ځوانان جلبوي

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دې ولایت کې د وسله والو مخالفينو پراخ حضور اندېښمن کړي او وايي چې په دې ولایت کې وسله وال مخالفين تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ځوانانو ته بلنه ورکوي، څو له دوی سره یو ځای شي.

د کندز د ولایتي شورا غړي صفي الله امیري ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په عین المجر سیمه کې غونډې کړي، څو ځوانان د دولت پرضد تحریک او خپلو لېکو ته جلب او جذب کړي

بل خوا د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې په دې ولایت کې خلک له افغان ګډو ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کوي او هېڅ کله هم وسله وال مخالفين خپلو اهدافو ته نشي رسېدلی او په خبره یې چې اوس مهال د کندز په کچه د وسله والو مخالفينو تحرکات ډېر محدود شوي دي.

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي چې دوی تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره غونډې جوړوي او زیاتوې چې دوی د یوه جلا بهېر له لارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر شرایطو برابر ځوانان خپلو لېکو ته جلب او جذبوي.

د یادونې وړ ده چې له دوه اونیو راهیسې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ او تېره ورځ د کندز په ګلتپې ولسوالۍ کې هم تصفیوي عملیات پیل کړي چې لاهم دوام لري.