امنیه قوماندان: په کونړ کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د کونړ امنیتي مسؤلین وایي، تېره شپه وسله والو مخالفینو د مرکز اسعداباد اړوند په یوه امنیتې پوسته برید کړی چې پکي شااوخو لسو برید کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وویل وسله والو مخالفینو تېره شپه ۲ بجې د مرکز اسعداباد اړوند د شګۍ پر امنیتي پوسته حمله کړې چې په کې اته وسله وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

ښاغلی همت وايي، تر دې مهاله افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دي رسېدلي او په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.