ابراهیمي: د ولسمشر وروستۍ څرګندونې ولسي جرګې ته سپکاوی دی

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د ولسمشر اشرف غني هغه څرګندونې چې کاندید وزیران دې د باور د رایو په بدل کې پیسې نه ورکوي، یو تور بللی دی.

عبدالروف ابراهیمي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې دا ډول څرګندونې مقننه قوي ته سپکاوی وباله:

"د ولسمشر او د درې ګونو قواوو د رئیس له خوا، د ملي شورا او خلکو د منتخبو استازو په اړه دا ډول څرګندونې مقننه قوي ته سپکاوی او په کمه سترګه کتل دي."

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې نویو کاندید وزیرانو ته خبرداری ورکړی و چې هر کاندید وزیر که له ولسي جرګې څخه د باور د رایو ترلاسه کولو لپاره پیسې وکاروي د کاندید وزیرانو له لېست څخه به یې وباسي.

تر دې مخکې د کابینې د یو شمېر پخوانیو وزیرانو په شمول ځینو کسانو ویلي وو چې کاندید وزیرانو ته د ولسي جرګې د غړیو له خوا د باور د رایو ورکولو پر مهال په ځینو مواردو کې د پیسو مسئله مطرح وه.