افغانستان د اسیا د زېربنايي پانګونې د بانک دایمي غړیتوب ترلاسه کړ.
د مالیې وزات په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې په دې بانک کې د افغانستان غړیتوب له دې کبله مهم دی چې په دې هېواد کې د لویو پروژو د عملي کولو زمینه برابروي.
د مالیې وزارت زیاته کړې چې د دواړو لورو تر منځ د عملي همکارۍ د پیل لپاره په نېږدې راتلونکې کې د اسیا د زېربنايي پانګونې د بانک رئیس له یو هیئت سره افغانستان ته سفر کوي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د دې بانګ عضویت امریکا ته د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي د سفر او د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق د کلنۍ غونډې په حاشیه کې ورکړل شوی دی.