پسرلی: په سارک غونډه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو یا سارک د سوداګرېزو خونو په کلنۍ غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو خبرې کېږي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي د دغې غونډې د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ستر هدف دا دی چې د سارک هېوادونو په کچه باید پانګونه وشي، د جنوبي اسیا هېوادونو کې د شته فرصتونو، ګډې پانګوې او ترانزیتي اسانتیاوو په برخه کې پلانونه جوړېږي."

ښاغلی پسرلی وايي، افغان پلاوی به په دغه غونده کې په افغانستان کې د شته طبعیي سرچینو او په دې برخه کې د پانګونې په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.

د سارک کلنۍ ناسته د روان کال د اکتوبر په ۲۳ نېټه په هند کې جوړېږي او درې ورځې دوام کوي.