مطفي: په هلمند کې د ټاپي پروژې په اړه کنفرانس جوړېږي

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، په پام کې ده چې په هلمند کې د ټاپې پروژې د اقتصادي اهمیت په اړه د عامه پوهاوي یو کنفرانس جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل، ټاپي نل لیکه د هلمند ولایت له ځینو سیمو نه تېرېږي او باید خلک د دغې پروژې د اقتصادي اهمیت او پلي کېدو په اړه هر اړخېز معلومات ولري.

د دې پروژې په عملي کېدو سره به هر کال، مېلیونونه متر مکعب ګاز له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

افغان حکومت وايي، هر کال به د دغې پروژې له درکه افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي او په زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.