امریکا د ایران پر سپاه پاسداران ځواکونو بندیزونه ولګول

U.S. -- The US (L) and Iranian flags await the arrival of US Secretary of State and Iranian Foreign Minister before their meeting at the United Nations in New York, April 19, 2016

د امریکا متحدو ایالاتو پرون جمعه رسماً د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د تروریستانو پرضد د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

د امریکا د خزانې وزارت پر ویب پاڼه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د حزب الله او حماس په ګډون یوشمېر تروریستي ډلو او وسله والو طالبانو د مرستو له امله په نښه شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې ټینګار شوی چې دا اعلان په دې معنی نه دی چې امریکا د ایران سپاه پاسداران انقلاب ګارډ د بهرنیو تروریستانو په لېست کې شامل کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون جمعه د ایران لپاره د خپل حکومت پر پالیسۍ په خبرو کې وویل چې پر سپاه پاسداران انقلاب به سخت بندیزونه ولګېږي.

ډونالد ټرمپ زیاته کړه:

"زه د خزانې وزارت ته صلاحیت ورکوم چې د ایران پر ګارد سپاه پاسداران انقلاب اسلامي، د ډلې پر چارواکو، استازو او شریکانو د ترورېزم د ملاتړ له امله نور بندیزونه ولګوي."

د امریکا د خزانې وزارت په ایران کې د دریو سازمانونو نومونه هم خپاره کړي چې له سپاه پاسداران انقلاب سره تخنیکي او مالي مرستې کوي.