د کوسوو په پلازمېنه پریشتینا کې پر یوه پېژندل شوي خبریال حمله شوې ده.
د رپوټونوپه حواله، ژورنالیست ویبي کیتازي په کوسوو کې د انسایدري په نوم د یوې وېب پاڼې مسئول دی.
پر هغه پرون جمعه په یوه کافه کې حمله شوې ده.
سیمه ییزو خبري رسنیو د هغه عکسونه خپاره کړي چې پر مخ یې د وهلو داغونه څرګندېږي.
د کوسوو صدراعظم راموش هرادیناي دا حمله په شدت وغندله او ویې ویل چې د ژورنالیستانو پر ضد تشدد د منلو وړ نه دی.
په کوسوو کې د خبریالانو اتحادیې له پولیسو غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.
په کوسوو کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې له دې امله چې په کوسوو کې پر خبریالانو حملې کېږي، خواشیني څرګنده کړې ده.
د وهل شوي خبریال پر وېب پاڼه لیکل شوي چې دا پېښه د پارلمان د یوه وکیل په اړه د انتقادي لیکنې له خپرولو سره تړاو لري.