چارواکي: د بدخشان د یمګان او وردوج د نیولو لپاره عملیات پيلېږي

د بدخشان امنیه قوماندان، جنرال عبدالخالق اقساي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د یمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره اضافي ځواکونه ور واستوي.

جنرال اقساي بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې د یمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات به ژر پېل شي.

جنرال عبدالخالق اقساي زیاته کړه:

"یمګان او وردوج ولسوالۍ، تقریباً له دوو کلونو راهیسې دوسله والو طالبانو په لاس کې دي، سیمه ستراتيژیک اهمیت لري خو غرونه صعب العبوردي نو [یوازې] د مرکزي حکومت په مرسته عملیات ممکن دي."

د بدخشان امنیه قوماندان زیاته کړه چې په دواړو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ، له دریو تر څلورو سوو بهرني وسله وال جنګېږي.

دهغه په وینا، په وردوج او یمګان زیات بهرني وسله وال د منځنۍ اسیا د هېوادونو دي.