مسؤلین: د نشه یي موادو په ضد پر سیمه ییزه عملي مبارزه هوکړه وشوه

له نشه يي موادو سره د مبارزې په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سیمې د هېوادونو کارپوهانو برخه پکې درلوده، له نشه يي موادو سره د مبارزې پر عملي کېدو هوکړه وکړه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ مرستیال عثمان فروتن د دې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ازادي راډیو ته وویل، د سيمې کارپوهانو د قانون د تنفیذ، معیشیت بديل، د معتادینو درملنه او د نړیوالو قاچاق کوونکو د نیولو په اړه د معلوماتو شریکولو په برخو کې، د همکارۍ پر څرنګوالي بحث وکړ.

په دې غونډه کې وړاندې شوې طرحې د ټولو هېوادونو د اړوندو چارواکو له خوا تایید او پرېکړه وشوه چې له دې طرحو څخه به د سيمې په کچه یوه ستراتېژي جوړوي.

ښاغلي فروتن وویل:

"په هغو درې اړخیزو، څلور اړخېزو او څو اړخیزو غونډو کې چې د سیمې هېوادونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارو د مشرانو په ګډون جوړېږي، په هغه کچه به هم پر عملي اړخونو بحث وکړو او یو عملي پلان به ورته جوړ کړو."

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د تاجکستان، ازبکستان، روسیې، ایران، چین او هند استازو ګډون درلود.