د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزاولنګ سیمه کې څو پوستې طالبانو نیولي

راپورونه وايي چې د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزاولنګ سیمه کې څو دولتي پوستي تېره شپه د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

د سرپل امنیه قوماندان مل پاسوال خلیل الله دستیار نن پنجشنبه سهار ازادي راډیو ته د دې پوستو د سقوط دلیل، د افغان امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ یاد کړی دى.

د سرپل د امنیه قوماندان په وینا، په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی، خو عیني شاهدان وايي، دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې وسله والو طالبانو نیول شویو پوستو ته اور اچولی او دا مهال سیمه د هغوی په واک کې ده.