د پاکستان يوې محکمې پر پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړنې بهير وځنډاوه.
دغه بهير د شريف د پلويانو او پوليسو ترمنځ د اخ و ډب له کبله وځنډول شو.
پر شريف، د هغه پر لور او زوم د اداري فساد تورونه لګول شوي دي.
په اسلام اباد کې نن له محکمې دباندې دغه اخ و ډب د شريف د لور مريم نواز او زوم محمد صفدر تر رسېدو مخکې پېښ شو.
شريف يو وار بيا ځکه ونه توانېد د قاضي مخې ته حاضر شي، چې مېرمن يې ناروغه ده او په لندن کې يې تداوي کېږي.
نن د تاوتريخوالي تر پېښېدو وروسته قاضي محاکمه تر راتلونکې پنج شنبې پورې وځنډوله.