تمه ده چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د ځینو سختو اقداماتو غوښتنه وکړي

تمه ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه څه په وړاندې د شديدو اقداماتو غوښتنه وکړي چې ده په منځني ختيځ کې د ايران تهاجم بللى دى.

امريکايي چارواکو پرون پنجشنبه رسنيو ته ويلي، ښاغلى ټرمپ به ښايي په هغه وينا کې چې نن جمعه يې کوي، دغه غوښتنه وکړي، خو له تهران سره به له اټمي موافقې د واشنګټن وتل اعلان نه کړي.

امريکايي مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، ټرمپ به ووايي چې د ٢٠١٥ میلادي کال تړون د امريکا د ملي امنيت په ګټه نه دى او تهران د باليسټيک توغنديو جوړولو ته په دوام ورکولو او سيمه ييزو شخړو ته په لمن وهلو سره، د دغه تړون له "روح" څخه سرغړونه کوي.

خو د دوى په خبره، ولسمشر به دا اعلان ونه کړي چې ايران په تخنيکي لحاظ له هغو مکلفيتونو چې د اټمي موافقې پر اساس د خپلو اټمي فعاليتونو د محدودولو لپاره ورته متوجه دي، سرغړونه کوي.

د دغو فعاليتونو د محدودولو په بدل کې له ايران څخه ځيني نړيوال بنديزونه لېرې کړاى شوي دي.

چارواکو ويلي، ولسمشر به د اټمي موافقې پر اړوندو بنديزونو د بياکتنې غوښتنه ونه کړي.