ووټل: امریکایي پوځیانو د افغانستان د اردو پر کنډکونو کار پیل کړی

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ لوړ رتبه قوماندان وايي، امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د افغانستان د پوځ له وړو کنډکونو سره کار پیل کړی، څو هغوی په راتلونکې کال کې د طالبانو پر ضد پراخو تهاجمي عملیاتو ته چمتو کړي او په دې کې به د ۱۶ کلنې جګړې په ټپه ولاړ لوری بدل کړي.

جنرال جوزیف ووټل چې د پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په مرکز کې خبریالانو ته خبرې کولې، په عین حال کې یې ومنله چې د دې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا شته، خو نوموړي خوشبیني وښوده او زیاته یې کړه چې د افغانستان په جګړه کې یو شمېر مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

جنرال ووټل خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اردو کې زاړه قوماندانان تقاعد کېږي او پر ځای یې ځوان مشران راځي.

همدارنګه د جنرال جوزیف ووټل په وینا، افغان ځواکونه دا مهال تر پخوا زیات عملیات کوي او ډېر کله په تهاجمي عملیاتو کې ښکېل وي چې په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې کمی لیدل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، موږ اوس هم ډېر لیوال یوو چېپه افغانستان کې د جګړې اوسنی په ټپه ولاړ وضیعت مات کړو او دا ټولې هڅې د همدې لپاره دي.

جنرال ووټل خبریالانو ته وویل:

"زه نه غواړم چې دلته د بریالیتوب اعلان وکړم، خو زه فکر کوم چې ځیني اقدامات چې موږ کړي، مثبت اقدامات دي او موږ په افغانستان کې د جګړې د په ټپه درېدلي حالت د ماتېدو لور ته روان یوو."

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې، د امریکا د دفاع وزیر افغانستان د درې نیم زرو په شااوخوا کې د اضافي سرتېرو د استولو پرېکړه کړې، څو په دې هېواد کې د جګړې لوری بدل کړي.