د هرات والي او په کابل کې د ایران سفیر پرون پنجشنبه د هرات- خواف ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د رغونې د درېیم پړاو د بشپړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د هرات د والي مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي، په کابل کې د ایران سفیر پرون هرات ته د سفر پرمهال له والي محمد اصف رحیمي سره په کتنه کې وویل، هېواد یې ژمن دی چې د اورګاډي دا لیکه به بشپړوي.
د ایران سفیر محمد رضا بهرامي ټینګار کړی چې د دې پټلۍ بشپړېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې له لارې د تجارتي مالونو د وړلو راوړلو چارې نورې هم اسانه کړي.
له هراته د ایران خواف سیمې ته د اورګاډي د پټلۍ رغونه په څلورو پړاوونو کې پلان شوې ده.
د دې لیکې چې ټول اوږدوالی یې ۱۹۱ کیلومتره دی، ۷۷ کیلومتره د ایران په خاوره او ۱۱۴ په افغانستان کې رغول کېږي.
د دې پروژې دوه پړاوونه په ایران کې جوړ شوي، درېیم پړاو به یې په افغانستان کې د ایران په مرسته ورغول شي او په پام کې ده چې څلورم پړاو یې د هرات له غوریان ولسوالۍ څخه تر هرات ښار پورې د افغانستان د حکومت له خوا، د اېټالیا په مرسته ورغول شي.