په ترکمنستان کې د اوبو، ګاز او برېښنا وېش پای ته ورسېد

د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د یوه نوي فرمان له مخې، په هغه هېواد کې په ډېره ټيټه بیه د اوبو، ګاز او برېښنا وېش پای ته ورسېد.

په ترکمنستان کې د ګاز، اوبو او برېښنا د ډېرې ټيټي بيې له امله په وروستیو کې د هغه هېواد حکومت ته ډېر مالي زیان ورسېد.

د رويټرز په حواله، د بردي محمدوف د نوي فرمان پراساس باید د ترکمنستان خلک له راتلونکې میاشتې، لږترلږه د اوبو لپاره پنځه ویشت واره زیاتې پيسې ورکړې.