یعقوبي: په کاپیسا کې د جنايي جرمونو په تور۲۸۰تنه نیول شوي

د کاپیسا پولیس وايي، په وروستیو شپږمیاشتو کې یې ۲۸۰جنايي پېښې ثبت کړي دي.

د هغه ولایت د امنیه قوماندان، جنرال محمد رازق یعقوبي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ټولو پېښو عاملان یې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي او څېړنې یې روانې دي.

په کاپیسا کې یوشمېر خلک شکایت کوي چې د جنايي جرمونو عاملان نه نیول کېږې او په ولایت کې یې د امنیت خرابېدو ته زمینه برابره کړې ده، خو د کاپیسا پولیس وايي چې د ښه امنیت لپاره یې هڅې چټکې کړې دي.