خادم: د هرات او ډهلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل کېږي

د هرات او ډهلي ترمنځ ډېر ژر هوايي دهلیز پرانیستل کېږي.

د هرات د صنعت کارانو د ټولنې مشر حیمدالله خادم نن ازادي راډیو ته وویل چې په لومړي پرواز کې له هرات څخه ۲۰ ټنه تازه مېوه د هوا له لارۍ هند ته لېږدول کېږي.

ښاغلی خادم وايي چې دغه هوايي دهلېز به د هرات او ډهلي ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ له هرات او مزار څخه د مسافرو د مستقیمو پروازونو لړۍ هم هند ته پیل شوه.