ولس‌مل: د کندهار ښاروالۍ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د کندهار د ښاروالۍ چارواکي وايي چې د مالي کال له پیل راهیسې تراوسه دوی ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي چې د تېرکال په پرتله زیاتوالی ښيي.

د کندهار ښاروال روښان ولسمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د اټکل له مخې به دوی د۱۳۹۶ لمریز کال ترپایه څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عواید لاسته راوړي.

نوموړي زیاته کړه:

"نه یوازې دا چې د عوایدو لوړوالی دی بلکې زموږ په ښار کې د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره کار کېږي او له دغو عوایدو څخه د پراختیايي پروژو او ساختماني پروژو د تکمیل لپاره ګټه اخېستل کېږي."

ښاغلی ولسمل وایي چې تېرکال په ټولېز ډول د کندهار د عوایدو کچه ۵۱۰ میلیونه افغانۍ وه.