په کلیفورنیا کې د اور پراخېدو د مخنیوي هڅې چټکې شوي

په سلګونو د اور وژنې وسایل او کارکونکي د هغه اور د وژلو او د لاپراخېدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي چې د کلیفورنیا شمالي برخه کې لګېدلي او تراوسه پورې یې لږترلږه ۲۳ تنه وژلي، په سلګونو تنه ورک دي او په زرګونو نور یې بې کوره کړي دي.

د کلیفورنیا والي، جیري براون د دی ایالت په جنوب کې د اورینج کونټي په ګډون په یو شمېر شمالي اداري ناحیو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

دغه اور چې د اوکتوبر په اتمه لګېدلی تراوسه چارواکي نه دي توانېدلي علت یې معلوم کړي.

د کلیفورنیا د ځنګلونو او د اورساتنې ادارې ویلي چې ښایي د شمال له امله د برېښنا پرې شویو مزیو دغه اور بل کړی وي.

د کلیفورنیا په شمال کې یوشمېر قربانیان چې په خوب و په دې نه دي بریالي شوي چې له خپلو کورونو ووځي.

ویل کېږي چې پرله پسې دریمه ورځ د اورله دوام سره لږترلږه شل زره کسان له خپلو سیمې بېځایه شوي دي.

د سونوما په ناحیه له پنځه نیم سوو زیات کسان تراوسه تري تم دي.