د سرپل امنیه قوماندان وایي چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو یو مهم مرکز نیولی دي.
خلیل الله دستیار ازادي راډیو ته وویل چې پرون په صیاد ولسوالي کې د میرزا اولنګ په سیمه کې له بمبارۍ وروسته دا مرکز افغان ځواکونو ونیو:
"دا ډېره حاکمه نقطه وه چې د دې له نیولو سره په یوې پراخې سیمې کې امنیت ټینګېدلی شي."
د سرپل امنیه قوماندان زیاته کړه چې په دې پېښه کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه یې هم ټپیان شوې دي.