والسټريټ ژورنال ورځپاڼه وايي، په استانبول کې د دوى يوه خبرياله د ترورېستي تبليغاتو په تور په غياب کې په دوو کلونو او يوې مياشتې بند محکومه شوه.
دغې ورځپاڼې پرون ناوخته وويل، ايلا البيرق د کرد ياغيانو په ملاتړ د پروپاګند خپرولو په تور محکومه شوې ده.
د والسټریټ ژورنال په حواله دغه تورونه د هغې مقالې په تړاو پر دې خبريالې لګول شوي چې د کرد افراطي وسلهوالو او دولتي ځواکونو ترمنځ د شخړو په اړه په ٢٠١٥ میلادي کال کې خپره شوې وه.
په امريکا کې دېره دغې ورځپاڼې د هغې خپرې شوې مقالې دفاع کړې ويلي يې دي چې توازن پهکې پام کې نيول شوى دى او مېرمن البيرق به د استېناف غوښتنه وکړي.
دغه خبرياله د ترکيې او فنلنډ تابعيتونه لري چې اوس د امريکا په نيويارک کې مېشته ده.