په کابل کې د ورزشي خبریالانو د سازمان له لوري د ورزشي خبریالانو ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په هدف، د کرکټ سیالۍ ترسره کېږي.
د دې سازمان د اجرائیه کمېټې غړي سمیعالله کامهوال نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو لومړی پړاو د مرکزي زون او ختیځ زون د ورزشي خبریالانو ترمنځ ترسره کېږي.
د ښاغلي کامهوال په خبره، د ورزشي خبریالانو ترمنځ ترسره کېدونکی سریز د درېیو ۲۰ اوریزو لوبو دی او د افغانستان کرکټ بورډ هم د دغو سیالیو په تنظیم کې له دوی سره همکاري کوي.