نيويارکر مجلې راپور ورکړى چې ١٣ ښځو ادعا کړې چې د هاليووډ د فلمونو پروډيوسر هاروي واينسټين په جنسي لحاظ ځورولې دي.
له دې جملې درېيو ښځو ادعا کړې چې د فلمونو دغه پروډيوسر ورباندې جنسي تېرى کړى دى.
نيويارکر پرون سې شنبه د يوې مدعي مېرمنې وينا راخیستې چې ويلي يې دي، ٢٠ کالهيې پر دې مسئلې خوله پټه کړې وه او وېرېدله چې واينسټينیې ښايي برباده کړي.
په دې لړ کې د واينسټين وياندې دا ادعاګانې رد کړې.
په دې اړه اول نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړ، تر هغه وروسته ٦٥ کلن واينسټين د يکشنبې په ورځ د فلمونو د توليد په کمپنۍ کې د مشترک مشر په توګه خپله دنده له لاسه ورکړه.