دفاع وزارت: د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۶۵ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٦٥ د دولت ضد وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه چاڼيز او خاص پوځي عمليات په ١٣ ولايتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٤٦ تنه نور وسله‌وال ټپيان شوي او ٧ تنه نور نيول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو کې د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې غړي شامل دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.