د جوزجان بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو له نه‌ورسېدو شکایت کوي

د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې بې‌ځايه شوې کورنۍ د خوراکي او نورو ضروري موادو د مرستو له نه‌رسېدو شکايت لري.

دغه بې‌ځايه شوې کورنۍ د سرپل او جوزجان ولايتونو له بېلابېلو سيمو د وروستيو ناامنيو له کبله کډه شوې دي.

په سيمه کې د ازادي راډيو خبريال وايي، دغه بې‌ځايه شوي کسان چې شمېر يې ٥ زره کورنيو ته رسېږي، له افغان حکومت او مرستندويو ټولنو غواړي چې ژر تر ژره خوراکي مواد او نور وسايل ورورسوي.

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس سيد سالک سادات نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، د بې‌ځايه شويو شمېر تر دې زيات دى، خو د مرستندويو ادارو مرستې کمې دي.