د افغانستان لپاره د ناروې سفيرې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتريخوالي د عاملانو لپاره د مجازاتو غوښتنه وکړه.
هغې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د نجونو پر زدهکړو ډېره پانګونه وکړي.
ماري سکورې «Mari Skåre» نن جهارشنبه په کابل کې د نجونو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وويل، افغان نجونې له زياتو ستونزو سره مخ دي او زدهکړو تهيې لږه پاملرنه شوې ده.
د ناروې سفيرې تر وخت مخکې ودونه، په بدو کې د نجونو ورکړه، جنسيتي تبعيض او نور مسايل د افغان نجونو عمده ستونزې يادې کړې.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په خپله هغه ستراتېژۍ کې يې چې د راتلونکو پنځو کلونو لپارهيې ترتيب کړې، د نجونو زدهکړو ته خاص پام اړول شوى دى.