د امریکا په کالیفورنیا کې د اور لګېدنې پېښې ۱۳ کسان وژلي

د امریکا په کاليفورنیا ایالت کې په یو شمېر بڼونو کې لګېدلي اور لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي.

په داسې حال کې چې سخت باد د اور له پراخولو سره مرسته کړې، د دوشنبې د ورځې راهیسې دې اور د کاليفورنیا په شمال کې ۲۰ زره کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي دي.

چارواکي وايي چې د اور لمبو تر اوسه یو نیم زر کورونه او سوداګریزې ودانۍ سوځولي دي.

د کالیفورنیا والي په ناپا، سوناما او یوبا نومې تاکستاني سیمو کې اضطراري وضعيت اعلان کړی.

د کالیفورنیا د لویې لارو پولیس وايي چې د اور په سیمه کې ګڼې لویې لارې تړل شوې دي.