افغانان به د ټيلیفون له لارې له "ویکي‌پیډیا" وړیا ګټه واخلي

په افغانستان کې د ګرځنده ټیليفونونو یوه شبکه وايي، د انلاین معلوماتو د نړیوالې پاڼې «ویکي‌پیډیا» سره د یوه تړون له مخې به ډېر زر په افغانستان کې خلک وکولای شي چې په وړیا توګه د معلوماتو دې انلاین وېب‌پاڼې ته لاسرسی پیدا کړي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د «ویکي‌میډیا» په نوم کمپنۍ چې ویکي‌پیډیا معلوماتي پاڼه چلوي او په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به دا شبکه خپلو کاروونکو ته د راتلونکي یوه کال لپاره ویکي‌پیډیا معلوماتي وېب‌پاڼې ته وړیا لاسرسی برابروي چې له راتلونکې میاشتې به پیل شي.

دا مهال په افغانستان کې په لویو ښارونو کې شااوخوا اته میليونه وګړي په ګرځنده ټیليفونونو کې انټرنټ کاروي، خو د ډېټا د زیات لګښت له کبله، ډېر کم له دې کسانو کولای شي چې په ورځني ډول په خپلو ټیليفونونو کې انټرنټ وکاروي.

د روشن ټیلفيوني شبکې ویاند شریف شریفي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"له دې سره به ځوانان په ځانګړې توګه، د پوهنتونونو محصلين وکولای شي چې په اسانۍ د خپلو زده‌کړو په برخه کې تازه معلومات تر لاسه کړي."