د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په هدف نن چهارشنبه ایران ته لاړه.
د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر طاهر رؤفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د فوټسال ملي لوبډله د میزان په ۲۳مه له ایران او د همدې میاشتې په ۲۴مه له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته وځي.
ښاغلی رؤفي وايي، دغه سیالۍ د ایران په کوربهتوب ترسره کېږي چې پهکې د ۴۷ هېوادونو د فوټسال لوبډلې ګډون کوي.