سوریه کې یوه روسۍ جنګي الوتکه لوېدلې او پیلوټان‌یې مړه شوي

په سوریه کې د پرواز له کرښې د روسيې د یوې جنګي الوتکې د اوښتو په پېښه کې د الوتکې پیلوټان مړه شوي دي.

روسي رسنیو د دې هېواد د دفاع د وزارت په حواله ویلي چې دا پېښه په حمیم پوځي اډه کې هغه مهال وشوه، کله چې یوه سوخوي ۲۴ ډوله جېټ الوتکه چې په جنګي مأموریت روانه وه، له کرښې ووته او د الوتکې پیلوټان ونه‌توانېدل چې ځانونه بهر وباسي.

په سوخوي ۲۴ ډوله جنګي الوتکه کې دوه پیلوټان وي.

روسيې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په سوریه کې د دې هېواد د حکومت پر ملاتړو وسله‌والو یاغیانو هوايي بریدونه پیل کړل.