د امریکا په کالیفرنیا کې د اور په پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي

د امریکا د کالیفرنیا ایالت د شمال د انګورو په بڼونو کې اور ۱۰ کسان وژلي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، دې اور چې سخت باد لمن ورته وهله، نېږدې ۲۰ زره کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ او د سیمې سلګونه کورونه او شرکتونه یې ویجاړ کړل.

د کلیفرنیا والي جیري براون «Jerry Brown» د دې ایالت د شمال په ناپا، سونوما او یوبا سیمو کې چې د واین جوړولو ګڼې فابریکې لري، بېړنی حالت اعلان کړ.

راپورونه وايي، د دې سیمې غلیظ لوګی د سانفرانسسکو او اوکلاند سیمو ته هم ورسېده.

د کلیفرنیا د لویو لارو د ګزمې ادارې وویل چې د اور په ساحه کې ډېری سړکونه بند دي.