د پاکستان د قبایلو اوسېدونکو د قانوني اصلاحاتو غوښتنه وکړه

د پاکستان د قبایلي سیمو سلګونه اوسېدونکو پرون دوشنبه په اسلام‌اباد کې لاریون وکړ او په قبایلو کې یې د قانوني اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

لاریون د قبایلي سیمو یو شمېر وکیلانو تنظیم کړی و.

لاریون کوونکو «Frontier Crimes Regulations» په نوم، د جرمونو د کنټرول لپاره د قوانینو د هغې ځانګړې مجموعې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې یوازې د پاکستان د فدرالي ادارې تر واکمنۍ لاندې قبایلو «فاټا» کې عملي کېږي.

په قبایلي سیمو کې د جرمونو د کنټرول لپاره د قوانینو دا مجموعه پر سیمه د بریتانیې د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه.

د لاریون کوونکو بله اساسي غوښتنه دا وه چې فاټا له خېبر پښتونخوا سره یوځای شي.

د باجوړ یوه وکیل شهاب‌الدین خان ویلي چې د اسلام‌اباد پر حکومت د «FCR» تر لغوه کېدو او په بشپړ ډول له پاکستان سره د قبایلو د ادغام تر وخته به دا فشارونه جاري وي.